BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
اوچا: د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي نژدې پنځوس سلنه خلک د افغانستان د سویلي او ختیځو ولایتونو اوسېدونکي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د طبیعي افتونو له امله زیانمن شوي شاوخوا پنځوس سلنه خلک د افغانستان د سویلي او ختیځو ولایتونو اوسېدونکي دي. دا اداره وايي دا ارزونه یې د کډوالو نړیوالې ادارې ای او ایم، سرې میاشتې ټولنې، طالبانو حکومت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، ملي او نړیوالو نادولتي موسسو د معلوماتو پر بنسټ کړې
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانسان کې خلک د بشري ناورین او ناوړه اقتصادي وضعیت په منځ کې ژوند کوي
د بښنې نړیوال سازمان په دې تازه رپوټ کې د افغانستان شته حالات او هغه ستونزې چې دا مهال افغانان ورسره مخ دي ، په څو ځانګړو برخو وېشل شوي. د رپوټ په سر کې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو یادونه شوې چې هر یو یې په خپل وار په ستونزو کې راګېر افغان وګړي ننګوي.
ډیجیټلي پیسې؛ افغانستان کې له ګڼو بندیزونو سربېره لا هم خلک پرې تېر ایستل کېږي
افغانستان کې د کرېپتو کرنسۍ یا ډجیتل /آنلان پیسو پر راکړې ورکړې د طالبانو له بندیز سربېره، یو شمېر خلک اوس هم د انټرنېټ له لارې د دغو پیسو راکړه ورکړه کوي. د قانوني چوکاټ، ملاتړ د نشتوالي او د دغه کارو بار په اړه د پوهې د کموالي له امله ځینو پکې خپله په سختۍ ګټلې پانګه هم بایللې ده.
شمالي وزیرستان ته د انس حقاني تګ؛ څه ډول تللی و او موخه یې څه وه؟
د تېر کمکي اختر ورځو کې (د ۲۰۲۴ اپرېل) شمالي وزیرستان ته د انس حقاني "نارسمي سفر" په افغانستان او پاکستان دواړو کې غبرګونونه پارولي دي. ښاغلی حقاني د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی. نوموړی د طالبانو حکومت کې د هغه کمېسیون غړی هم دی چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له افغانستانه د وتلو سیاستوالو او حکومتي چارواکو د بېرته ورستنولو لپاره جوړ شوی دی.
امریکا: ښايي پر هغو هېوادونو بندیزونه ولګول شي چې له ایران سره سوداګري کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او پاکستان تر منځ د زیاتېدونکو اړیکو په تړاو غبرګون ښودلی دی. امریکا هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې له ایران سره سوداګري کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل یوې خبري غونډې ته وویل، دې ټکي ته پام مهم دی، پر هغو هېوادونو چې له ایران سره سوداګري کوي، ښايي بندیزونه پرې ولګول شي.
ویډیو, د کاغذي کتابونو لوستل مو خوښېږي او که د الېکترونيکي؟موده, 4,59
د کاغذي کتابونو لوستل مو خوښېږي او که د الېکترونيکي؟ ولې په افغانستان کې هم د کتابونو د چاپ ځينو خپرندویه ټولنو اوس په ډيجيټلي او انلاین بڼه د کتابونو خپرولو ته مخه کړې؟ په دې برخه کې څه ستونزې او څه اسانتیاوې شته؟ د کتاب او د کاپي رایټ نړیوالې ورځې په مناسبت نورګل شفق لنډه کتنه ورته کړې:
ارجنټاین ولې د ایران کورنیو چارو وزیر د نیولو غوښتنه کړې؟
ارجنټاین د ایران د کورنیو چارو د وزیر احمد وحیدي د نیولو غوښتنه کړې ده. نوموړی په بونېس ایرس کې د یهودانو پر کولتوري مرکز په بمي چاودنه کې په لاس لرلو تورن دی چې ۳۰ کاله مخکې شوې وه. ښاغلی وحیدي دا مهال په یوه بهرني سفر دی. د ارجنټاین د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه هېواد له اېنټرپول څخه د احمد وحیدي د نیولو غوښتنه کړې ده.
ځانګړي مطالب
د پښتورګو د اتو عامو ناروغیو نښې څه دي؟
د هند د نیفرولوژي (پښتورګو ناروغیو درملنې) ټولنې د یوې تازه څېړنې له مخې، په ټوله نړۍ کې ۸۴ میلیونه کسانو د پښتورګو په مختلفو ناروغیو اخته دي، یعنې په نړۍ کې له هرو لسو کسانو یو یې د پښتورګو په یو ډول نه یو ډول ناروغۍ اخته دی. باید یادونه وکړو چې په نړۍ کې د مړینې د لسو لاملونو له ډلې د پښتورګو ناروغي په اووم ځای کې ده.
د کتاب نړیواله ورځ؛ طالبانو ولې زرګونه ټوکه کتابونه له بازاره راټول کړي؟
د اپرېل ۲۳ په نړۍ کې د کتاب او په ځانگړي ډول د کاپي رايټ نړیواله ورځ ده . ملګري ملتونه هر کال دغه ورځ د کتاب لوستنې ترویج او هڅونې او له هغه نه د خوند اخیستلو په موخه لمانځي.
"د کابل نجونې" د طالبانو پر ضد اعتراض کوونکې ډله: غواړو د سندرو له لارې خپل غږ پورته کړو
کابل کې د "کابل نجونې" په نامه یوې ډلې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلن پر ضد احتجاجي سندرې پیل کړې دي.
هغه اروپايي هېوادونه چې ځوانان یې تر ټولو ډېر خوشاله دي
د نړۍ د خوشاله هېوادونو په نوملړ کې سږ کال د چک جمهوریت، لیتوانیا او رومانیا هغه هېوادونه دي، چې له ۳۰ کلنۍ کم عمره کسان پکې تر ټولو ډېر خوشاله دي.
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۵ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سهارنۍ خپرونه, ۰۳:۰۰, ۲۵ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
واورئ, لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۲۵ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۲۴ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.